IQNA

  د کویټ د کتاب په نندارتون کې ۵ زره قرآني نسخې وېشل شوي

14:01 - December 01, 2025
د خبر لمبر: 3492090
ایکنا - د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت په کویت کې د کتاب په ۴۸ نړېوال  نندارتون کې له ۵ زرو ډېر قرآنونه وېشلي دي.

 ایکنانیوز د المدینه له قوله  راپور راکړی،دغه قرآنونه د سعودي عربستان د اسلامي چارو د وزارت په سټال کې پر کتونکو وېشل شوي دي.

دغه سټال  د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ و او خلک د سعودي چاپ  قرآنونو په بېلابېلو اندازو، د دې هېواد د قرآن د چاپ او ژباړې له پروژو، او اسلامي فعالیتونو سره بلد شول.

د سعودي عربستان ګډون د دې لپاره ؤ چې په نړېوالو فرهنګي ډګرونو کې شتون زیات کړي، له ټولنو سره اړیکې پیاوړې کړي او په نړۍ کې د قرآن خپرولو ته وده ورکړي.

د کویت د کتاب  ۴۸  نړیوال  نندارتون د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۰ (۲۸ لړم) د ۳۳ عربو او غیر عربو هېوادونو د ۶۱۱ خپرندویو بنسټونو په ګډون، د  د فرهنګ پلازمېنې؛ د کتاب ځمکه» په شعار سره  پیل شوی او د نومبر په ۲۹ (د  لیندۍتر ۸ پورې ) پای ته ورسېد.

دغه نندارتون په داسې حال کې ترسره شوی چې کویټ د ۲۰۲۵ کال لپاره د عرب فرهنګ او رسنیو پلازمېنه  ټاکل شوی، او عمان د دې فرهنګي پېښې د درناوي مېلمه و.

https://iqna.ir/fa/news/4319936

captcha